د پېښو پر وړاندي د مبارزې د چمتووالي ادارې وياند محمد یوسف حماد رسنيو ته ويلي، چي په ننګرهار، کابل، پروان، بامیان

د پېښو پر وړاندي د مبارزې د چمتووالي ادارې وياند محمد یوسف حماد رسنيو ته ويلي، چي په ننګرهار، کابل، پروان، بامیان، میدان وردګو، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کي د طبیعي پېښو له امله تر اوسه له ۴۰ ډېر کسان وژل سوي.
نوموړی زیاتوي چي په دغو پېښو کي لسګونه کسان ټپیان سوي او له ۳۰۰ څخه زیات کورونه نړېدلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې وړاندي همدې ادارې د بارانونو او د واوري ښوېدو له امله په یو شمېر ولایتونو کي‌ د ۱۱ کسانو د مړیني او ۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.