د ننګرهار ولايت د ط..البانو د کور او ښار جوړوني ریاست مسئولين وايي، چي د پاکستان څخه تازه افغانستان ته پر راغلو کډوالو ئې ۲۳ زره نمرې ويشلي دي.
د ياد رياست د مسئولينو په خبره چي دغه ځمکي ئې د تورخم د لاري ننګرهار ته پر راغلو کډوالو ويشلي دي.
هغوی وايي چي دغه ځمکي ئې په سره رود، رودات او بهسودو ولسوالیو کي په جوړو سوو ښارګوټو کي ويشلي دي.
بايد وويل سي چي هره ورځ د پاکستان او ايران څخه زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راځي چي دلتد د سرپناه، روغتيايي خدماتو او د کار د نشتون څخه شکایت کوي.