د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، د ایران سمندري محاصرې له امله له دغه هیواده د تېلو صادرات درېدلي دي.
بسنت له فاکس نیوز سره په خبرو کي ویلي، شاوخوا ۳۰ میلیونه بېرله خام تېل د ایران په زیرمو کي پاته دي چي چین تر اوسه نه دي اخیستي.
د هغه په وینا، دغه زیرمي به ډېر ژر پای ته ورسېږي. بسنت زیاته کړې چي امریکا د سمندري محاصرې او اقتصادي بندیزونو له لاري پر ایران فشار زیاتوي.