د اصلاح ږغ راډيو مسئولينو د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د ط.. البانو د عدليې وزارت ئې د راډيو نشرات بند کړي دي.
د هغوی په خبره چي دغه راډيو د تېرو ۱۸ کلنو راهيسي فعاليت کوي او د هيڅ سياسي ګوند او ډلي سره تړاو نه لري.
د هغوی په وينا چي ط..البانو ئې د يکشنبې په ورځ دفتر مهر ولاک کړی دئ.
هغوی له ط..البانو غوښتي چي بېرته دي اجازه ورکړي، چي خپلي خپروني پيل کړي.
تراوسه ط..البانو د يادي راډيو د تړل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.