د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي يوه ورځ مخکي د دغه ولايت په سرخرود ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو د رومل په نوم يو ځوان وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس تر وژل کېدو وروسته ئې جسد په يوه کرونده کي غورځول سوی و.
د دغه کس د وژني علت تراوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
باید وويل سي چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي دي.