د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د پنچ شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د پنچ شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره ورځ د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کي د ولي محمد په نوم ځوان نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي د ولي محمد د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
په ورته وخت کي بیا تېره شپه د جلال اباد ښار د مسلم کورس په ساحه کي يو ځوان چي تازه د‌جرمني څخه راغلی نامعلومو کسانو ويشتلی او سخت ئې ټپي کړی دئ.

د سرچينې په وينا چي دغه کس د ويشتل کېدو علت هم تراوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي چي د ننګرهار د ط..البانو امنيتي مسئولينو د يادو دوو وسله والو پېښو په تړاو تر اوسه پوري رسنیو ته څه نه‌ دي ويلي.