د امریکا د کډوالۍ د خدماتو ادارې اعلان کړی چي د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنو پروسس به تر نامعلوم وخته ځنډېدلی وي.
دغه ادارې دا پرېکړه وروسته له هغه کړې، چي د رحمانالله لکڼوال په نوم يو افغان د سپیني ماڼۍ ترڅنګ د امريکا د ملي ګارډ پر سرتېرو بريد وکړ او دوه سرتېري ئې ووژل.
د يادي ادارې په وینا: «د خپلو خلګو او هیواد خوندیتوب زموږ اساسي لومړیتوب دئ.» دا اداره زیاتوي چي تر هغه به د افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه و نه څېړل سي، ترڅو چي د دغي پېښي د امنیتي تدابیرو او شالید څېړني ئې بشپړې نه سي.