د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کي يو ځوان د غريبۍ او بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان محمد طاهر نومېدی چي د ډېره وخته څخه بېکاره و او د همدې له امله ئې ځان وژنه کړې.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم زيات شمېر ځوانانو د بېکارۍ او غريبۍ له امله ځان وژنه کړې.