د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د چهارشنبې د سهار راهيسي د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کي د ط..البانو سره په جګړه بوخت دي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د چهارشنبې د سهار راهيسي د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کي د ط..البانو سره په جګړه بوخت دي.
د يادي جبهې په وينا چي ط..البانو د ازادۍ جبهې پر سنګرونو برید کړی، چي د یادي جبهې د ځواکونو د مقاومت سره مخ سوي دي.
يادي جبهې ويلي چي ځواکونه ئې زيباک ولسوالۍ کي په خپلو سنګرونو کي موجود دي.

تراوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.