د نړۍوالي ژغورني کمېټې (IRC) د افغانستان د بحراني سیمو د نوو ارزونو پایلي خپرې کړي او ویلي ئې دي چي په افغانستان کي یوې

د نړۍوالي ژغورني کمېټې (IRC) د افغانستان د بحراني سیمو د نوو ارزونو پایلي خپرې کړي او ویلي ئې دي چي په افغانستان کي یوې بشپړي انساني فاجعې د رامنځ ته کېدو خطر سته.
د دې راپور له مخي شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ۴.۷ میلیونه کسان د قحطۍ او د لوږي له کبله د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د دې نړۍوالي ادارې په اعلامیه کي راغلي چي د بامیان، کنړ او هرات ولایتونو د خوړو خوندیتوب وضعیت ډېر خراب دئ.

ارزوني ښيي چي د سروې ۹۵ سلنه برخه‌والو ته هره ورځ کافي خواړه نه رسيږي او د ژوندي پاتي کېدو له پاره مجبوره دي چي پور واخلي.