د امریکا د حکومت دوو چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چي د امریکا دفاع وزارت سیمي ته نوري وسلې او دفاعي تجهیزات لېږي

د امریکا د حکومت دوو چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چي د امریکا دفاع وزارت سیمي ته نوري وسلې او دفاعي تجهیزات لېږي.
د هغوی په وینا، د ابراهام لینکلن جنګي بېړۍ له خپلو نورو بېړیو سره د جنوبي چین له سمندر څخه منځني ختیځ ته روانه ده.
همداراز تمه ده چي جټ جنګي الوتکي او د تېلو انتقالوونکي الوتکي به ډېر ژر سیمي ته ورسېږي.

سرچینې زیاتوي، د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو پر ضد هم د هوایي دفاع تجهیزات لېږل سوي دي.
چارواکي وایي، دا پوځي پیاوړتیا د دې له پاره ده چي هم د ایران دننه د اعتراض کوونکو پر ضد د تاوتریخوالي مخه ونیول سي، او هم امریکا ته د برید له پاره نور انتخابونه روښانه کړي.