د نیویارک ټایمز ورځپاڼي راپور ورکړی چي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چي پر ایران د احتمالي برید پلانونه وځنډوي.
په راپور کي ویل سوي، د سیمي د نورو هیوادونو دریځ هم د امریکا د ممکنه برید په اړه څېړل سوی دئ.
د امریکا د حکومت چارواکو، چي نومونه ئې نه دي یاد سوي، نیویارک ټایمز ته ویلي چي نتانیاهو د جنوري پر ۱۴مه ټرمپ ته په ټیلیفوني اړیکه کي ویلي چي برید دي وځنډول سي.
يادي ورځپاڼي دغه راز ويلي چي نتانیاهو د جنوري پر ۱۳مه د امریکا د مرستیال ولسمشر جیدي ونس سره هم خبري کړي، چي د هغې ورځي څخه د ټرمپ مشاورینو په سپینه ماڼۍ کي د نظامي انتخابونو ارزونه پيل کړې ده.