د انټرنټ د څار سازمان د جمعې په ورځ ويلي، چي په ایران کي د اوو ورځو (۱۸۰ساعته) راهيسي انټرنټ پرې سوی

د انټرنټ د څار سازمان د جمعې په ورځ ويلي، چي په ایران کي د اوو ورځو (۱۸۰ساعته) راهيسي انټرنټ پرې سوی دئ.
دغه دا سازمان وایي، اوس مهال د ايران په هېڅ سیمه کي انټرنټ ته لاسرسی نسته او د ایران د اوسېدونکو اړيکه د نړۍوال سره په بشپړ ډول پرې سوې ده.
د راپورونو له مخي، د ایران حکومت د روانو اعتراضونو د کنټرول او د معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ایران په ګڼو سیمو کي انټرنټ پرې کړی دئ.

دا اقدام په داسي حال کي سوی چي معترضینو د ټولنیزو شبکو د لاري د اعتراضونو د تنظیم او د پېښو د شریکولو هڅه کوله.
د انټرنټ بندېدل نه یوازي د خلګو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکي د بشري حقونو د بنسټونو او نړۍوالو څارونکو له سختو غبرګونونو سره هم مخ سوی، ځکه هغوی دا کار د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر وړاندي یو جدي محدودیت بولي.