په بلخ ولایت کي یوه ځوان د قران‌کریم یوه بشپړه نسخه له پښتو ژباړي سره په خپل لاس لیکلې ده

په بلخ ولایت کي یوه ځوان د قران‌کریم یوه بشپړه نسخه له پښتو ژباړي سره په خپل لاس لیکلې ده.
دغه ځوان وايي چي د‌ قران کريم دغه ليکني شاوخوا دوه کاله وخت نیولی او په خبره ئې چي د قرآن کریم سره د ژوري میني او د خوشنویسۍ هنر سره لېوالتيا دې ته وهڅوی چي قران کريم د پښتو ژباړي سره په لاس وليکي.
یاد ځوان، چي حامد امین‌یار نومېږي او د حیرتان تجارتي ښارګوټي اوسېدونکی دئ، وایي هڅه ئې کړې چي د ښکلي لیک ترڅنګ د قرآن کریم مانا هم لوستونکو ته په ساده پښتو ژبه وړاندې کړي.

د هغه په وینا، په دې لاس‌لیکلي نسخه کي د قرآن کریم هغه پښتو ژباړه کارول سوې چي د نامتو افغان عالم ارواښاد قیام‌الدین کشاف اثر دئ.