د هالنډ حکومت اعلان کړی چي له افغانستانه د پناه غوښتونکو ښځو او نجونو له پاره به د استوګني د اجازې ترلاسه کول تر پخوا ډېر اسانه وي.
د دغه هیواد د کډوالۍ او پناه غوښتني وزارت د نوي پرېکړي له مخي، ډېری افغان مېرمني او نجوني به وکولای سي د پناه غوښتني له ارزوني وروسته د اقامت حق ترلاسه کړي.
چارواکو ويلي چي دا بدلون وروسته له هغه رامنځته سوی، چي د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کي د ښځو او نجونو د ژوند د وضعيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې څرګندي کړې.
د ياد هيواد د پناه غوښتني مشر بارت ون دن برېنک ټينګار کړی، چي د افغانستان اوسنی وضعيت د دې لامل سوی، چي د افغان ښځو او نجونو دوسيو به په ځانګړې پاملرنه وکتل سي.
هالنډي رسنيو راپور ورکړی چي د نوي تګلاري له مخي به افغان ښځي او نجوني په ډېرو مواردو کي د استوګني د اجازې له پاره وړ وبلل سي.