د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کي د پنبې دانې د غوړو د تولید صنعت د پام وړ پراختیا کړې او د تولید کچه ئې کال په کال لوړېږي.
د چارواکو په وینا، د هلمند د صنعتي فابریکو له لاري هر کال شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه د پنبې غوړي تولیدېږي، چي د هيواد دننه اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د هیواد د اقتصادي ودي له پاره هم مهم رول لري.
مسئولین زیاتوي، د پنبې کښت زیاتوالی او د هغوی د پروسس د فابریکو فعالیت د دې لامل سوی، چي په سیمه کي د غوړو تولید وده وکړي.
د دوی په خبره، د دغه صنعت پراختیا کولای سي د کورنیو تولیداتو بازار لا پیاوړی کړي.