د هرات ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د هرات ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په اسلام کلا بندر کي د تېري شپې د اورلګېدني له امله ۱۵ د تېلو ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي درې نور د تېلو ټانکرونه هم زيانمن سوي؛ خو په بشپړ ډول نه دي سوځېدلي.
خبرپاڼه ليکي چي اورلګېدنه پر وخت مهار سوې او د ډېر زيان رسولو مخه ئې نيول سوې.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ط..البانو د يادي اورلګېدني د رامنځته کېدو په اړه پلټني پيل کړي دي.