د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله م.جاهد ادعا کوي چي پاکستان تېره شپه د کنړ او هلمند پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي

د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله م.جاهد ادعا کوي چي پاکستان تېره شپه د کنړ او هلمند پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي، چي له امله ئې ۹ کسان وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
م.جاهد وایي، په دغو بریدونو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، پاکستاني الوتکو د کنړ د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار سیمي په نښه کړي دي.

هغه زیاتوي چي د بریدونو له امله درې کورونه هم ویجاړ سوي دي.
م.جاهد دغه بریدونه غندلي او د افغانستان پر خاوره ئې تجاوز بللی دئ.