د هرات ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت په قول اردو سيمه کي د يوه فوټبالر جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه فوټبالر فرهاد عادل نومېدی او اصلي د فارياب ولايت اوسېدونکی و، چي د سرسبز ياشلر فارياب فوټبال لوبډلي غړی و.
د سرچينې په وينا چي هغه زندۍ سوی او وژل سوی دئ؛ خو ط..البانو د دغي پېښي د علت او عاملينو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.