د‌ هلمند څخه ځايي خلګو د‌دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د‌ هلمند څخه ځايي خلګو د‌دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د يکشنبې په ماښام د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار د‌ پخوانۍ کندهار اډې په سيمه کي يو فورنر موټر د سړک څخه اوښتی او خلګ ئې په وهلي دي.
د سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
سرچېنه زياتوي، چي تر پېښي وروسته موټر چلوونکی د خپل موټر سره يو ځای د پېښي د ځای څخه تښتېدلی دئ.

بايد وويل سي چي تر اوسه د هلمند ولايت امنيتي ط..البانو د دغي پېښي په اړه څه نه‌ دي ويلي.