د هرات څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ د هرات ولايت د ط..البانو د امر ب.المعروف مامورين د وسلو سره يو ځای د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو فراغت غونډي ته ورغلي او د هغوی فراغت غونډه ئې ور پيکه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو د ټولو تازه فارغ سوو ډاکټرانو د غاړي څخه نيکټاياني خلاصي کړي او ويلي ئې دي چي دا کار د اسلامي شريعت خلاف دئ.
د سرچينې په وينا چي په دغه غونډه کي د فارغ سوو ډاکټرانو د کورنۍ غړي هم حاضر وو او ط..البانو د هغوی د سترګو پر وړاندي دغه کړنه تر سره کړې ده.
په ورته وخت کي د ټولنيزو رسنيو کارونکو د يادي پېښي په اړه غبرګون ښودلی او دا ئې د فردي آزادۍ او فرهنګي ارزښتونو خلاف عمل بللی دئ. د ټولنیزو رسنیو فعالانو او د فارغ سوو محصلانو د کورنیو غړي د ط..البانو غوښتي چي له دا ډول جبري اقداماتو لاس واخلي او د خلګو د خوښیو او فرهنګي مراسمو درناوی دي وکړي.
هغوی وايي د ط..البانو دا ډول اقدامات، چي د خلګو پر ازادانه انتخابونو برید کوي، نه یوازي د ټولني د پرمختګ مخه نیسي، بلکي د ځوان نسل پر ذهني سلامتۍ او راتلونکي هم منفي اغېز کوي.