د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت په کندز کي د ناظرې رشیدي او په هرات ولايت کي د خدیجې احمدزاده د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
بنټ پر خپله اېکس پاڼه په نشر سوي پيغام کي د يوې ښځینه خبريالي ناظرې رشيدي او د تکواندو د يوې ښځينه لوبغاړي د نيول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او د ط..البانو څخه ئې د ژر ازادېدو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کي بيا ط..البانو د ناظرې رشیدي نيول کېدل تائيدکړي، خو ویلي ئې دي چي هغه او څلور نوري ښځې ئې د یوې جنايي دوسیې په تور نيولي دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو محدودیتونه پر ښځو، خبریالانو او فعالانو زیات سوي او نړۍوالي ټولني ئې د ناوړه پایلو په اړه وار-وار خبرداری ورکړی دئ.