د هرات څخه ځايي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د هرات څخه ځايي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د سې شنبې په ورځ ط..البانو په هرات ولايت کي د ترکيې هيواد د تيکا ادارې يو محلي افغان کارکوونکی نيولی او بندي کړی دئ.
د سرچينې په وينا چي د تیکا ادارې دغه محلي کارکوونکی محمد مير رسا نومېږي او د سې شنبې په ورځ ط..البانو په خپل کار ځای کي نيولی او د ځان سره ئې بېولی دئ.
تراوسه د محمد مير رسا د نيول کېدو علت روښانه نه دئ او ط..البان ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.