د ط..البانو ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د پکتيکا ولايت په متاخان ولسوالۍ کي ئې دوه کسان په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه کسان ئې د لواطت په تور ۳۵ دورې وهلي او درې کاله ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي تر دې دوې ورځي وړاندي هم ط..البانو په خوست ولايت کي ۳۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وو.