د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ګذره ولسوالۍ کي غلو يو کس وژلی دئ‌

د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ګذره ولسوالۍ کي غلو يو کس وژلی دئ‌.
د سرچينې په وينا چي وسله وال غله يو کور ته ورغلي او د کورڅښتن ئې په خپل کور کي وژلی دئ‌.
بلخوا د هرات د ط..البانو امنيې قومندانۍ هم ياده پېښه منلې ده.

باید وويل سي چي په افغانستان کي وسله والي غلاوي ورځ تر بلي ډېريږي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.