د ایران په فارس ولایت کي دوه افغان کارګران د څاه کیندلو پر مهال د زهري ګازونو له امله مړه سوي دي

د ایران په فارس ولایت کي دوه افغان کارګران د څاه کیندلو پر مهال د زهري ګازونو له امله مړه سوي دي.
د ایراني خبري اژانس ایلنا د راپور له مخي، پېښه د یکشنبې په ماښام د کازرون ولسوالۍ په تل‌ګوهک کلي کي سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي لومړی یو کارګر د څاه په تل کي د زهري ګازونو له امله بې‌هوښه سوی و او دوهم افغان ئې د ژغورلو هڅه کول هغه هم د زهري ګازو له امله مړ سوی.

راپور زیاتوي، چي ژغورونکو له ۱۵ ساعتونو هڅو وروسته د دواړو کارګرو مړي له ۸۰ متره ژور څاه څخه راایستلي دي.