د هلمند څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مارجي ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يو کس د چاقو په وسيله وژلی او وروسته سر ورڅخه پرې کړی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د يکشنبې په ورځ په مارجې ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده. د هغه په خبره چي وژل سوی کس حبیب الله نومېږي او ۴۰ کلن دئ.
د دغي پېښي انګېزه تراوسه پوري معلومه نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.