د اسلامي همکاریو سازمان د کابل دفتر مشر محمد سعید علي‌العیاش په افغانستان کي د آلمان د سفارت له سرپرست رولف دیتر

د اسلامي همکاریو سازمان د کابل دفتر مشر محمد سعید علي‌العیاش په افغانستان کي د آلمان د سفارت له سرپرست رولف دیتر رینهارت سره لیدنه کړې ده.
په دې کتنه کي، چي د یکشنبې په ورځ ترسره سوې، دواړو لورو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبري کړي. د بحث مهم ټکي ئې د افغانستان د امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.
دواړو خواوو د سیاسي تحولاتو او هغو پراخو ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله کړي، چي افغانستان ورسره مخ دئ او د نړۍوالي ټولني د دوامداره همکارۍ او ملاتړ پر اړتیا ئې ټینګار کړی.

يادي لیدني په پای کي دواړو خواو ټینګار کړی، چي د اسلامي همکاریو سازمان د استازولۍ او آلمان ترمنځ همغږي او ګډ کار باید دوام ومومي، څو په افغانستان کي ثبات ټینګ او بشري وضعیت لا ښه سي.