د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۶۹۲ افغان کډوالو کورنيو د راتګ خبر ورکړی دئ.
ياد کمېسون د خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي د سلواغې په ۱۹مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم د لاري ۵۵۰ کورنۍ او د کندهار ولایت د سپین بولدک د لاري ۷۲ کورنۍ د پاکستان څخه په جبري ډول ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله د لاري ۴۹ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لاري ۲۱ د افغان کډوالو کورنۍ د ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.