د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاء الله تارړ ادعا کړې، چي پاکستان تېره شپه په کابل کي نظامي تاسيسات په نښه کړي او ويشتلي دي.
په ورته وخت کي بيا د ط..البانو د حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت د پاکستان دغه ادعا رد کړې او په خبره ئې چي تارړ پر روغتون او ولسي خلګو بريدونه نظامي تاسيسات بولي.
د هغه په خبره چي تارړ د پاکستان جنايت، ظلم او بې شرمي په دغه ډول ادعاو پټوي.
فطرت تارړ په خطاب کي ويلي، چي تاسو پر روغتون بمبار د ځان له پاره وياړ بولی؛ خو دا ډول بې شرمي ستاسو پټه او بده څېره ښکاره کوي.