په کندهار‌ د حماديه مدرسې څښتن مولوي عبدالهادي حماد پر خپل فېسبوک پاڼي ليکلي

په کندهار‌ د حماديه مدرسې څښتن مولوي عبدالهادي حماد پر خپل فېسبوک پاڼي ليکلي، چي علما د پاکستان د روانو ظلمونو پر ضد د ج.هاد د فتوا په اړه ولي چوپه خوله پاته دي.
هغه وايي که چوپ کړل سوي دي هجرت دي وکړي او د حق خبره دي وکړي.
حماد زياتوي چي د پاکستان څخه د تېري شپې د بريدونو غچ اخيستل سپېڅلی جهاد دئ.

د هغه په خبره د ولسي خلګو پر وژلو، د هغوی د‌ کورونو پر ورانولو او پر روغتونونو د بمبار په اړه چوپه خوله پاته کېدل د مړه وجدان په مانا دئ.
نوموړي ټينګار کړی که وجدان ويښ وي نو د پاکستان په اړه دي چوپه خوله نه پاتېږي.