د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د سولي او خبرو غوښتنه د کمزورۍ له امله نه کوي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د سولي او خبرو غوښتنه د کمزورۍ له امله نه کوي.
نوموړي ویلي، که له افغان خاوري د پاکستان پر وړاندي د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ هڅه وسي، هیواد ئې د دغو اقداماتو پر وړاندي غبرګون ښودلو ته چمتو دئ.
تارړ ټینګار کړی چي پاکستان په تېرو وختونو کي هم ورته اقداماتو ته جواب ورکړی او په راتلونکي کي به هم د خپلو امنیتي ګټو پر وړاندي هېڅ اقدام بې‌جوابه پرېنږدي.