د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ هېڅ ډول رښتینی اوربند نه سته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ هېڅ ډول رښتینی اوربند نه سته.
د دې وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چي د تحریک ط..البان پاکستان (TTP) لخوا بریدونه لا هم د افغانستان له خاوري څخه په استفاده ترسره کېږي.
اندرابي زیاته کړې چي د اوربند نوم یوازي د یوې هوکړي له پاره کارول سوی، نه دا چي د جګړې اصلي خواوي دي یو له بله لاس واخلي، بلکي هدف دا دئ چي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو له پاره ونه کارول سي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند همداراز ټینګار کړی چي د اوربند له اعلان وروسته هم په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کي لویې امنیتي پېښي سوي دي.