د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان پاسپورت لرونکو ته به نور ویزې نه صادروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان پاسپورت لرونکو ته به نور ویزې نه صادروي.
دا پریکړه وروسته له هغه سوې چي د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کي د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان، د سپیني ماڼۍ ترڅنګ پر ملي ګارد برید وکړ او د ملي ګارد دوه غړي ئې ووژل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چي د هيواد او خلګو امنیت ئې تر ټولو مهم دئ او د خپلو خلګو د امنيت له پاره ئې افغانانو ته د ويزې ورکول بند‌کړي.