د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په تازه څرګندونو کي ويلي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په تازه څرګندونو کي ويلي، چي متحده عربي امارت نور د پاکستان پاسپورټ لرونکو کسانو ته کاري ويزې نه ورکوي.
دغه وزارت ويلي، چي د دې احتمال سته چي نور د متحده عربي اماراتو حکومت پر پاکستاني پاسپورټ باندي دغه هيواد ته د سفر کولو بنديز هم ولګولي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال سلمان چودري د جيو نيوز سره د مرکې پر مهال ويلي دي:« احتمال لري، چي سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته له پاکستاني پاسپورټ سره پر سفر کولو بندیز ولګېږي."