د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، هند تورن کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، هند تورن کړی، چي په افغانستان کي له فعالو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي او د پاکستان پر ضد ئې کاروي.
هغه د هند د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي ویلي، نوي ډیلي د دغو ډلو په ملاتړ سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له چوکاټ څخه سرغړونه کوي.
اندرابي همداراز د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځي عملیاتو په تړاو د هند نیوکي رد کړې او ویلي ئې دي چي د اسلام‌اباد اقدامات قانوني، هدفمند او د امنیتي ګواښونو له کچي سره متناسب وو.