د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني ویلي، نړۍواله ټولنه باید په څرګنده توګه هغه معیارونه اعلان کړي

د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني ویلي، نړۍواله ټولنه باید په څرګنده توګه هغه معیارونه اعلان کړي، چي د ط..البانو د حکومت د رسمیت پېژندني له پاره اړین ګڼل کېږي، ځکه د هغه په وینا، تر اوسه په دې اړه روښانه دریځ نه دئ وړاندي سوی.
هغه ويلي، چي د ط..البانو له واکمنۍ نژدې پنځه کاله تېر سوي، خو لا هم د رسمیت پېژندني شرایط مبهم پاته دي. دراني ټینګار کړی چي د سیاسي، امنیتي او بشري حقونو اړوند شرطونو روښانتیا کولای سي د نړۍوالو تمو د پوره کېدو له پاره عملي لاره هواره کړي.
نوموړي همداراز ویلي، نړۍواله ټولنه لا هم د افغانستان پر وړاندي مسؤلیت لري او ط..البان باید د ترهګرو ډلو د نه ملاتړ، له ګاونډیو هیوادونو سره د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د اړیکو د تنظیم او خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کي حساب ورکوونکي واوسي.