د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار وايي، د ایران او امریکا ترمنځ باید اوربند وساتل سي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار وايي، د ایران او امریکا ترمنځ باید اوربند وساتل سي، سره له دې چي وروستۍ خبري بې له هوکړي پای ته ورسېدې.
هغه وايي چي هیواد ئې د دغو خبرو کوربه او منځګړی و. هغه ټینګار کړی، چي دواړه لوري باید خپلو ژمنو ته پابند پاته سي.
دار زیاته کړې، چي پاکستان به په راتلونکو ورځو کي هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا له پاره خپلي هڅي جاري وساتي.

د اسلام‌اباد په نوم یادي سوي دا خبري، چي د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو له پاره ترسره سوي وې، وروستۍ پایله ئې ورنه کړه.