پاکستان د سعودي عربستان سره د ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کي دغه هیواد ته يو شمېر جنګي الوتکي او پوځي ځواکونه استولي دي.
د راپورونو له مخي د سعودي عربستان د دفاع وزارت ويلي، چي دغه جنګي الوتکي له ملاتړ کوونکو الوتکو سره يو ځای د ملک عبدالعزيز هوايي اډه کي، چي د دغه هيواد په ختيځ کي موقعيت لري، ځای پر ځای سوي دي.
چارواکو د دې ګام موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي همکاريو پياوړتيا او د سيمهييز او نړۍوال امنيت ملاتړ بللی دئ.