د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ط..البانو غوښتي، چي د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي، چي د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاوري پر دغه هیواد بریدونه کوي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ په اسلاماباد کي یوې غونډي ته ویلي، چي د پاکستان حکومت څو ځله له ط..البانو سره دغه ستونزه شريکه کړې؛ خو په خبره ئې، لا هم د دوی غوښتني نه دي عملي سوي.
ډار ادعا کړې، چي پاکستان د ترهګرۍ له امله له درنو ځاني او مالي زیانونو سره مخ سوی او په دې مبارزه کي ئې تر ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي دي.
بلخوا، ط..البانو د پاکستان هغه تورونه رد کړي، چي وایي وسلهوالي ډلي د افغانستان له خاوري د دغه هیواد پر ضد فعالیت کوي.