د ط.. البانو امنيتي مسئولينو ويلي، چي په فراه ولایت کي ئې ۸۰ هغه کسان نيولي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ سي

د ط.. البانو امنيتي مسئولينو ويلي، چي په فراه ولایت کي ئې ۸۰ هغه کسان نيولي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ سي.
د هغوی په وينا چي په نيول سوو کسانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
ط.. البانو ويلي، چي نيول سوي کسان ئې د نورو څیړنو په موخه اړوند ادارو ته‌ معرفي کړي دي.

بايد وويل سي چي په افغانستان کي د غريبۍ او بېکارۍ د زياتوالي له امله ځونان پر سختو او قاچاقي لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر کوي.