د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، مولانا فضل الرحمن، ویلي چي پاکستان له جوړېدو راهیسي د افغانستان په هکله هيڅکله هم سمه پالیسي نه ده غوره کړې. نوموړي دا څرګندوني د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبريالانو ته کړي دي.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړه، چي په تېرو ۴۰ کلونو کي د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرۍ پر ضد اقدامات مطلوبي پایلي نه دي ورکړي.
هغه ويلي: «پوځي ادارې باید دا ومني چي اصلي فیصلې سیاستوال کوي. پوځ یوازي هغه وخت له ځواک کار اخلي چي سیاستوال ئې وغواړي. پوځ ته اړتیا سته او موږ ښه پوځ لرو، خو باید فکر ونه کړي چي ټول عقل یوازي دوی ته ورکړل سوی دئ.»
مولانا فضل الرحمن دا خبري په داسي حال کي کړي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي ستونزو له امله اړيکي خرابي سوي او ډېر ځله يو پر بله بريدونه کوي.