د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چي په خيبر پښتونخوا کي د پاکستان پوځ د ولسي خلګو کورونه په نښه کوي، چي له امله ئې ولسي خلګ وژل کېږي.
هغه وايي چي تر وژل کېدو وروسته د پاکستان پوځ بيا دغه وژل سوي کسان د ځان سره وړي او پر کورنیو ئې فشار راوړي؛ ترڅو په ليکلي ډول ووايه چي هغوی ترهګر وو.