اسرائیلي رسنیو د اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو د ورزش ويډيو نشر کړې، چي په کښي ښکاري چي هغه تمرين کوي او په خبره ئې چي هره ورځ سهار دلته د تمرين او ورزش له پاره راځي.
دا ویډیو په داسي حال کي خپره سوې، چي په وروستیو ورځو کي د هغه د روغتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپاره سوي وو.
نتانیاهو په خپل پیغام کي ويلي، چي فزیکي حالت ئې عادي دی او لا هم په منظم ډول ورزش ته دوام ورکوي.