د پاکستان د رسنیو د تازه راپورونو له مخي، د ۲۰۲۵ کال په جريان کي شاوخوا ۵۱ زره پاکستاني وګړي له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اذربایجان او یو شمېر نورو بهرنیو هیوادونو د فقر کولو په تور نيولي او بېرته ئې پاکستان ته اخراج کړي دي.
دغه پاکستانيان د اړوندو هیوادونو د امنیتي او مهاجرتي ادارو له خوا نیول سوي او بېرته پاکستان ته استول سوي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخي دغه کسان د کار کولو په نيت بهرنيو هيوادونو ته تللي وو؛ خو هغوی هلته فقر شروع کړی وو.
د رسنيو د راپور له مخي سعودي عربستان ۲۴ زره ، له متحده عربي امارات ۶ زره او له اذربایجان څخه دوه زره او پنځه سوه پاکستانيان تر نیولو وروسته خپل هيواد ته اخراج سوي.