د بدخشان د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د بدخشان د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهار شنبې په ورځ د دغه ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کي يو فرونر موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي پر مهال ئې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه پېښه کي څلور کسان وژل سوي او اته نور ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.