د پاکستان رسنيو د شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه هيواد د خيبرپښتونخوا ايالت د بنو په سرهدرګه سيمه کي پر پاکستاني پوځيانو يو ځ.انمرګی بريد سوی. په راپور کي ويل سوي، چي په دغه ځ.انمرګي بريد کي پنځه پاکستاني پوځيان وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پاکستان رسنيو د پوليسو له خولې ويلي، چي پر موټرسایکل سپاره ځ.انمرګي بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د امنیتي ځواکونو د موټر سره ټکر کړی و، چي له امله ئې چادونه رامنځ ته سوې او دغه تلفات ئې اړولي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي د پاکستان د پوځ یو لوړپوړی قومندان هم وژل سوی دئ.