د پکتيکا ولايت څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په يحی خېلو ولسوالۍ کي يو پخوانی نظامي وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی کس مرغی کټوازی نومېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د پکتيکا ولايت د يحی خيلو د پوليسو مشر و.
د سرچينې په وينا چي مرغی کټوازی تازه د مسافرۍ څخه خپل هيواد ته راستون سوی و، چي وسله والو د خپل کور مخ ته ويشتلی او وژلی دئ.
بايد وويل سي، چي تراوسه پوري ط..البانو د دغي پېښي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.