د پاکستان رسنيو راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په کراچي ښار کي په يوه ودانۍ کي د ګازو د ډبې د چاودني له امله ۱۶ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان سوي دي.
د رسنيو د راپور په حواله چي د ژغورني ډلي سمدستي سیمي ته رسېدلي او ټپیان ئې روغتونونو ته لېږدولي دي. ویل کېږي چي پېښه د ودانۍ په لومړي پوړ کي رامنځ ته سوې ده.
په راپور کي ويل سوي دي، چي دغه چادونه د ګاز د لیک کېدو له امله رامنځ ته سوې ده او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

د يادوني وړ ده، چي تر دې مخکي هم شاوخوا یوه میاشت وړاندي په کراچي کي د اورلګېدني پېښي لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.