د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، که په افغانستان کي مېشتي وسلهوالي ډلي مهار نه سي، هيواد ئې چمتو دئ چي د خپلي خاوري د ساتني له پاره لازم ګامونه واخلي.
نوموړي له یوې اروپايي رسنۍ سره په مرکه کي ادعا کړې، چي په پاکستان کي وروستي امنیتي بریدونه د افغانستان له خاوري تنظیمېږي. د هغه په وینا، که اړتیا پېښه سي، اسلاماباد به مستقیم اقدامات وکړي او له دې پرېکړي به شا ته نه سي.
هغه زیاته کړې، که د کابل اوسني چارواکي د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره عملي او ډاډمن ګامونه پورته کړي، د دواړو هيوادونو ترمنځ کړکېچ کمېدای سي. خو د ده په خبره، لا هم ځیني وسله والي ډلي په افغانستان کي خوندي پټنځایونه لري.
خواجه آصف ادعا کړې، چي تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي)، داع.ش او نوري سختدریځي ډلي په افغانستان کي فعالیت کوي. نوموړي دا هم ویلي چي هند د افغانستان له ځینو کړیو سره اړیکي لري.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم د پاکستان د دفاع وزیر ويلي و، چي د دې احتمال سته چي پاکستان تر روژې مياشتي يوځل بيا پر افغانستان بريد وکړي.